GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

وزيراعظم عمران خان د مومند بند د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 02 مئي(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په سياست كښې اصل څيز نظريه ده٬زمونږ نظريه عدل٬انصاف او د قانون پھ سرلوړۍ اډانه ټولنه جوړول دي او مونږ د دې نظريې تر مخه مخ په په وړاندې ځوو۔هغه د زيارت په ورځ مومندو كښې د مومند بند د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل كرسۍ بچ كوونكې او د خپلو ګټې لپاره هلې ځلې كوونكې انسان ليډر نه وي٬ليډر هغه وي كوم چې د اولس خېرښېګړی نظريې له مخې د هېواد او قام اجتماعي خېرښېګړی لپاره كار كوي٬ ده ووئېل چې كومو پخوانو حكمرانانو هېواد لوټلې هغه د خپلو غلاګانو پټولو لپاره شور كوي چې جمهوريت او هېواد په خطره كښې دے٬وزيراعظم عمران خان ووئيل نه به چا له اېن آر او وركړې شي او نه به غلا كوونكو ته رېليف ترلاسه شي۔ ده ووئېل زمونږ مقصد د هېواد څخه كرپشن او طبقاتي نظام ختمول دي او د دې مقصد لپاره هلې ځلې روانې دي۔ده ووئيل په وروستيو كښې د پاكستان ځينې خاص سيمې رامخې ته كړې شوي او زياتره سيمې وروستو پاتې شوي٬د لاهور پرمختګ لپاره سړي سر 70 زره روپۍ خرڅ كېدې خو په راجن پور كښې سړي سر 2500 روپۍ خرڅ كړی شوي۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت د هېواد پسمانده سيمو ته په يو برابر بنيادونو پرمختګ وركول غواړي۔ده ووئيل زمونږ پالېسي دا ده چې د كومې سيمې د پروژې څخه د ټول هېواد خېرښېګړی مقصد ترلاسه كېږي د دغې سيمې پرمختګ ته هم خاص پام وكړئ هسې نه چې داسې اوشي څنګه چې سوئي كښې شوي چې د سوئي څخه ګاز ټول هېواد ته ګټھ رسي خو سوئي سيمه پخپله پسمانده پاتې ده۔وزيراعظم ووئيل د مسلمانانو په تاريخ كښې د فلاحي رياست ښه ماډل د مدينې د رياست دے چا چې د غريبانانو او كنډو ذمه وارۍ پورته كړی او لاندې طبقه ئې را پورته كړې ۔ده ووئيل د 60 په لسيزه كښې په ټوله منطقه كښې پاكستان په تندۍ سره پرمختګ كولو٬دلته د منګله او تربېلا غوندې پروژې جوړ شوې وې خو نن پاكستان تر ټولو وروستو دے ځكه چې دې هېواد ته رېښتونې قيادت نه دې ترلاسه شوې۔ده مثال وركړو چې چين په 30 كلونو كښې 70 كروړه خلق د غربت څخه ويستلې او بې پناه پرمختګ ئې كړی چې سوب ئې د هغوي د مشرتابه د هېواد لپاره فكر كدے او دغه وجه ده چې د چين مشرتابه د 20 كلونو منصوبه لري۔ده ووئيل د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره امن ضروري وي٬د پاكستان پوځ او اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ترهه ګرو ته ماتې وركولو سره په هېواد كښې امن بحال كړی كومې لپاره چې هغوي د پیرزوئنو حقدار دي۔ده ووئيل پاكستان كښې اوس د بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره ماحول سازګار دې٬ او بهرني سرمايه كار پاكستان ته راځي۔وزيراعظم ووئيل مومند بند ممكنولو لپاره د اعلٰی عدليې په خاص توګه د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار د كردار معترف يم اګر چې دا كار د عدليې د كولو نه وو خو اړوندو ادارو خپل فرائض په ښه ډول نه ترسره كول ځكه دا كار عدليه له كول وو۔ده ووئيل په هېواد كښې د اوبو سخت بحران دے د كومو لپاره چې په بېړنو بنيادونو كار كولو ته ضرورت دے۔ده ووئيل د مومند بند رغونې په اړه هم په بېړنو بنيادونو به كار كولې شي او جديد ترينه ټېكنالوجي به كارولې شي۔عمران خان ووئيل كله چې موڼږ د غريبانو لپاره د 50 لكه كورونو پروژه جوړولهنوا د ډېر وخت اخستونكې پروژه ښكارېده خو د چين يوې كمپنۍ خپل خذمات وړاندې كړل او وړاندېز يې وكړو چې هغه جديده ټېكنالوجي كارولو څخه چې پكښې د يوې ودانۍ يو منزل په يوه اونۍ كښې جوړولې شي٬ ده ووئېل ٬دغه ډول ټېكنالوجي د مومند بند په رغونه كښې هم كارول پكار ده ۔ده ووئيل زه قبائېلي سيمې د ډېر نزدې نه پیژنم او د دې ځاې د مسئلو څخه خبر يم۔ده ووئيل قبائېلي اولس د هېواد حفاظت لپاره د وړومبني صف كردار ترسره كړې او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرو ستونزو سره مخ شوي٬ ده ووئېل كډه ئې كړې كوم چې تر ټولو زيات تكليف وركونكے كار دے ۔ده ووئيل فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د انضمام نه وروستو د يو سازش له مخې د بهرني فنډنګ د لارې قبائېل د پاكستان څخه متنفر كولو له هڅه روانه ده كومه به چې قبائېل٬حكومت او ګرد پاكستان په ګډه ناكامه كوي۔ده ووئيل د قبائېلي اولس د محرومۍ احساس ختمول وړومبنې ترجيح ده او دې مقصد لپاره ټولو صوبو په اېن اېف سي ايوارډ كښې دې سيمې لپاره 3 فيصده خاص برخه بېله كړې ٬دغسې چې دلته هر كال 100 اربه روپۍ خرڅ كړې شي او د تعليم او روغتيا پشمول ټولو څانګو ته پرمختګ وركړې شي۔ وزيراعظم ووئېل هغه د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی ته په مومندو كښې د تهري جي او فور جي سروس پشمول نورو مسئلو حل كولو له سپارښتنه كړی ده

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں